نن یکشنبه د غويي میاشتې ۲۵مه د قابلې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د عامې روغتیا وزارت د دغې ورځې په مناسبت کابل کې یوه خبري ناسته جوړه کړې وه.

د یاد وزارت مسوولان وايي چې د تازه شمېرو له مخې، په عامې روغتیا وزارت کې شاوخوا ۳۴۸۲۵ قابلې ثبت دي چې له ډلې یې یوازې ۶۰۳۳ قابلې پر دندو بوختې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمداسحاق صاحب‌زاده وايي، هڅه کوي، څو پاتې ۲۸۰۰۰ قابلې چې اوس وزګارې دي، د کار زمینه ورته برابره کړي.

په همدې حال کې یو‌شمېر قابلې د کاري زمینې د نشتون سربېره، د امتیازو کمښت او د ځاني خوندیتوب په اړه شکایت لري. د افغانستان د قابلو د شورا رییسه هیلۍ غرشین له اسلامي امارت څخه غواړي چې هر څه ژر د قابلو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې ناسته کې د قابلو د معاشونو د ورکړې ژمنه کوي او ټينګار یې وکړ چې دوی ته به  د لوړو زده‌کړو زمینه هم برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د قابلو یادې شمېرې په ډاګه کوي چې د روغتیايي کارکوونکو  او  نورو روغتیايي خدماتو کمښت، له هغو ننګونو دي چې هر کال سلګونه مېرمنې د زېږون پرمهال دغو خدماتو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام