د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې تر اعلان وروسته دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له مشرانو سره په لیدنو کې ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سټراټېژیکې اړیکې زیانمنې نه شي. نوموړي ټینګار کړی چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

خو د سیاسي چارو شنونکی مصطفی علي‌زاده وايي، امریکا که څه هم په ښکاره د بشري حقونو او افغانانو د ملاتړ خبرې کوي، خو په عمل کې داسې نه ده. د هغه په خبره، امریکا یوازې د افغان سیاسي مشرانو خوشحالولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

خو د سیاسي چارو یو بل شنونکی جعفر مهدوي بیا باور لري چې امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي او یوازې د خپل حضور بڼه بدلوي.

د نوموړي په وینا، امریکا لا هم په افغانستان کې پیاوړی سیاسي او استخباراتي حضور لري او هېڅکله به افغانستان ته شا نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په شپه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه. د بایډن په وینا، د سرتېرو د را وتلو لړۍ به یې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په یوولسمه به پای ته ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام