د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۸۰ کسان مړه کړي او ۱۵۳۱ نور پر دغه ویروس اخته شوي دي. تازه پېښې د څلور زره او ۹۹۴ شکمنو نمونو د کتلو له پایلې ترلاسه شوې دي. دغه راز، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۰۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د د مړینې او اخته کېدو د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۵ زره او ۶۱۵ ته او د مړو شویو هغو هم څلور زره او ۷۳۰ ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۸۱ میلیونه او ۶۱۰ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې، له درې میلیونه او ۹۳۴ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۶۶ میلیونه او ۱۱۹ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.
امریکا، هند، برازیل، فرانسه، روسیه او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پهکې ثبت شوې دي. په دې ډله کې، امریکا هغه هېواد دی چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پهکې ثبت شوې دي. په امریکا کې تر ننه له ۶۱۹ زرو نه ډېر کسان مړه شوي دي.