د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ټیلیفوني خبرو کې چې پرون وشوې، دواړو لوریو د امنیتي او ترهګرۍ ضد همکاریو په اړه بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې سالیوان یو ځل بیا د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ، د افغانستان له پراختیا او سولې سره پر مرستې ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سپینې ماڼۍ هم پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان په یادو ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې متحده ایالات به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د دغه هېواد د دولت او خلکو ترڅنګ ودرېږي.



د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، سالیوان د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د نږدې سلا مشورو په اړه ژمنه کړې او د افغانستان له خلکو او ملي ځواکونو سره یې د امریکا د مرستندویه پروګرامونو په اړه ښاغلي محب ته معلومات ورکړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دواړو لوریو په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د سیاسي هوکړې د ملاتړ په برخه کې د افغانستان‌-‌امریکا ترمنځ د همکاریو پر ارزښت هوکړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

جېک سالیوان ویلي چې امریکا به په افغانستان کې یوې تلپاتې او سراسري سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې او تر اوسه دا لړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه بشپړه شوې ده. ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې پورې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام