افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځنی کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
سلاموطندار د روان لمریز کال له پیله د زونونو په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې راټولې کړي، ښيي تېر کال ته په پرتلې روان کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د سلاموطندار د څېړنو پر بنسټ، د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېر ۵ زره او ۵۷۷ ته رسېږي؛ خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون هغه راپور کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې نمانځغونډې په مناسبت یې خپور کړی ویلي، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳ زره او ۴۷۷ قضیې ثبت شوي دي.
یو شمېر ولایتي مسوولان په دې باور دي چې د ځانګړي اطلاعاتي بنسټ نه موجوديت چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په کې ثبت شي، لامل شوی، ترڅو شمېرې متفاوتې وي، ځکه ښايي چې یوه دوسیه څو ولایتونو کې یوه بنسټ سره ثبت شي.
مرکزي زون:
مرکزي زون کې ۸ ولایتونه کابل، دایکندي، پروان، لوگر، بامیان، کاپیسا، پنجشېر او وردک شاملېږي.
د سلاموطندار موندنې ښيي، کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو زر او ۳۷۶، دایکندي کې ۱۵۹، پروان کې ۱۸۰، لوګر کې ۴۴ او بامیانو کې ۲۱۵ پېښې ثبت شوي.
د پروان د ښځو چارو رییسه شاهجهان یزدان پرست سلاموطندار ته وايي، د روان کال له پیله تراوسه، دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۰ قضیې ثبت شوي چې یوازې ۱۱۰ یې رسمي دي.
د پنجشېر او وردک ولایتونو د ښځو چارو ریاست مسوولان دغو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرو ورکولو ډډه کوي.
مرکز زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېرې ۲ زره او ۶۷ ته رسېږي.
لوېديځ زون:
لوېدیځ زون پنځو ولایتونو هرات، بادغیس، غور، فراه او نیمروز څخه تشکیل شوی.
د سلاموطندار د موندنو پر بنسټ، د روان کال له پیل راهیسې، هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۲ قضیې، بادغیس کې ۷۵، غور کې ۸۵، او فراه کې هم ۱۳۰ پېښې ثبت شوي دي.
د نیمروز ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، د ناامنیو له کبله، دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مشخصې شمېرې نه دي ثبت شوي.
لوېدیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېرې ۹۱۷ ته رسېږي.
ختيځ زون:
د هېواد ختیځ زون کې ۴ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان شاملېږي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیزي وايي، دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۰ قضیې ثبت شوي دي.
لغمان کې بیا ۳۳ قضیې او کونړ کې ۲۷۰ قضیې ثبت شوي.
خو د نورستان د ښځو چارو ریاست مسوولانو د تاوتریخوالي پېښو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.
ختیځ زون کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېر ۵۲۳ قضیو ته رسېږي.
شمال زون:
شمال زون له پنځو ولایتونو بلخ، سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب څخه تشکیل شوی.
د شمالي زون د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، د روان کال پیل راهیسې تراوسه بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰۰، سرپل کې ۱۲۹، جوزجان کې ۱۴۴ او سمنګان کې هم ۱۷۰ پېښې ثبت شوي دي.
د فاریاب ولایت مسوولانو د سلاموطندار اړیکو ته ځواب ورنه کړ.
شمالي زون کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېرې ۷۴۳ ته رسېږي.
شمال ختيځ زون:
شمال ختیځ زون کې څلور ولایتونه بدخشان، تخار، کندوز او بغلان شاملېږي.
د سلاموطندار موندنې ښيي چې بدخشان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تېر کال ته په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
د بدخشان د ښځو چارو رییسه شبنم ساعي سلاموطندار ته وايي، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۲ پېښې ثبت شوي دي.
د شمال ختیځو ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو مسوولان وايي، بغلان کې ۲۰۳، کندوز کې ۹۳ او تخار کې هم ۵۴ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي.
شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو کمیسیون مشر سید حفیظ الله فطرت وايي، د روان کال له پیل راهیسې د بشري حقونو کمسیون ساحوي دفتر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۵ قضیې ثبت شوي چې ۱۹ مورده یې د قتل دي.
شمال ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېرې ۶۰۸ ته رسېږي.
سوېلي زون:
سوېلي زون له څلورو کندهار، زابل، روزګان او هلمند ولایتونو څخه تشکیل شوی.
د سلاموطندار موندنې ښيي چې کندهار کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۹، زابل کې ۱۶ او هلمند کې ۱۰۷ پېښې ثبت شوي دي.
د روزګان مسوولانو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې سلاموطندار سره شریکې نهکړې.
سوېلي زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو مجموعي شمېر ۲۶۲ دی.
سوېل ختيځ زون:
سوېل ختیځ زون کې هم څلور ولایتونه خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني شاملېږي.
سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونو شمېرې ښيي چې پکتیا او خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۲۸ پېښې او غزني کې ۷۵ قضیې ثبت شوي دي.
د پکتیکا د ښځو چارو ریاست هم د تاوتریخوالي پېښو په اړه معلومات شریک نه کړل.
ټول سوېل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولیزې شمېرې ۴۵۷ دي.
په ټوليز ډول روان کال ۲۹ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵ زره او ۵۷۷ پېښې ثبت شوي.
د تاوتريخوالي ډولونه
د ښځو چارو ریاستونو مسوولان وايي، بېرحمانه وژنې، فزیکي او رواني ځورونې، لفظي تاوتریخوالی، د نفقې نه ورکول، کورنی تاوتریخوالی او طالبان د دغو پېښو لاملانو څخه دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې شبنم صالحي وايي، کور د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه ځای دی چې ۹۵ سلنه تاوتریخوالی هم کورونو کې ترسره کېږي.
د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تر ټولو زیات تاوتریخوالی د قرنطین پرمهال شوی دی.
د کرونا ویروس خپرېدل او د ښارونو قرنطین کېدل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو کې مهم رول لري.
د ښځو چارو وزارت ولایتي مسوولان هم وايي، نسبت خپلو حقونو ته د ښځو پوهاوی، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل دی، ځکه اوس چې کله ښځو سره تاوتریخوالی کېږي، عدلي او قضايي مراجعو ته ورځي.
د ښځو پر وړاندې تر ټولو زیات تاوتریخوالی، کابل، کندهار، هرات، بامیان، بلخ، ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوی.
د ملګرو ملتونو سازمان هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د ښځو او نجونو لپاره د عدالت په تامین کې ناکامه دي.