Asset 1SWN

ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېرکال ۱۸۰زره پېښې ثبت شوي

579a0f29e0ba4

نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا وزارت مسوولانو کابل کې د یوې غونډې پرمهال «د غوره ژوند په موخه د ملاریا پر وړاندې د مبارزې چټکولو» تر شعار لاندې دغه ورځ ونمانځله.

د دغه وزارت مسوولان افغانستان له ملاریا ناروغۍ څخه د زیانمنو هېوادونو له ډلې بولي او ټینګار کوي چې تېر ۲۰۲۳ کال کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو څه باندې ۱۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې تر هغې وړاندې یو کال ته په پرتله، ۲۸.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت د صحي خدماتو وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني په دې اړه وویل: «د ۲۰۲۳کال پرمهال ۳۴ ولایتونو کې پر ملاریا ناروغۍ ۱۸۰زره او ۷۱۸ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې، ۹۱.۲سلنه یې ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو کې ثبت شوي دي.»

روغتیايي مسوولان همدارنګه وايي چې پر مالاریا ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې هېوادوال چاپریال پاک وساتي او د اوړي پرمهال له پشه‌خانې استفاده وکړي؟ دوی ټینګار کوي چې هېواد کې د مالاریا ناروغۍ ګواښ اوس هم جدي دی.

بل‌خوا روغتیايي مسوولان زیاتوي چې د ملاریا په څېر د ساري ناروغیو د درملنې او وقایې لپاره د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب مشر حیدرخان حیدر وویل: «اوس موږ پوهېږو چې نړۍ نښلول شوې او سفرونه ډېر شوي چې له یوه هېواده بل هېواد ته د ساري ناروغیو لېږد هم کېږي، که دلته محوه نه‌شي، نور هېوادونه هم تر ګواښ لاندې دي. د همدې لپاره مو غوښتنه دا ده چې نړیوال سازمانونه دې دې برخه کې همکاري وکړي.»

د یوشمېر نړیوالو سازمانونو استازي چې د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډه کې یې ګډون کړی ډاډ ورکوي چې د دغې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د افغانستان روغتیايي نظام سره همکارۍ او هڅو ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام استازی احمدولي صدیقي دې غونډې ته وویل: «موږ راتلونکو درېوو کلونو کې له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کاله پورې د ملاریا کنټرول نړیوال صندوق لپاره بودیجه جذب کړې چې دا د ملاریا کنټرول لپاره ستر بریالیتوب دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال پرمهال افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ له امله د هېڅ ناروغ مړینه نه ده ثبت شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام