د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن په کابل کې د روغتیا برخې د رضاکارانو ملي ورځ ونمانځله. د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، اوس په ټول هېواد کې ۳۰۰۰ رضاکاران چې ۵۰ سلنه یې مېرمنې دي، شته.

د نوموړي په وینا، د روغتیا برخې رضاکاران په لومړي سر کې دي او د خلکو کورونو ته لومړني روغتیايي خدمتونه رسوي. هغه زیاتوي: «اوس په هېواد کې ۵۴۹ روغتیايي مرکزونه شته او ټاکل شوې راتلونکی کال ۱۶۸ نور مرکزونه هم جوړ شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د مرکز رییس ذبېحالله حارث وايي: «روغتیايي کارکوونکي په هغو ځایونو کې چې روغتیايي کلینکونه نشته، روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. دغو کارکوونکو تېر کال له ۴۰۰ زرو د ډېرو ښځو زېږون سر ته رسولی، له ۱۰ زرو ډېر ګډوډ زېږونونه یې روغتونونو ته راجع کړي او د نري رنځ او ملاریا ناروغانو درملنه یې کړې. دوی د ستاینې وړ دي.»

 بله‌خوا د روغتیا برخې دغه رضاکاران له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې د وړتیا لوړونې او روغتیایي تجهیزاتو برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

یوه رضاکاره کامله او ۲۴ کلن علي‌محمد چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د کابل په ولسوالیو کې د رضاکارې په توګه دنده ترسره کوي وايي، یوازينۍ ستونزه یې د تجهیزاتو او درملو کمښت دی. دوی زیاتوي:

«ستونزې لرو، ځینې وسایل نه لرو. سره له دې چې ځینې یې نوټ کړي چې را یې کړي، خو تر اوسه یې نه‌دي راکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې مرسته راسره وکړي او ومو هڅوي، څو خلکو ته خدمت وکړو.»

«موږ درملو او د کار نورو وسایلو ته اړتیا لرو. دا موږ ته ډېر اړین دي. د دې تر څنګ، موږ ټرېننګونو ته اړتیا لرو چې راته جوړ شي. څو ټرېننګونه چې مخکې مو سر ته ورسول، موږ سره یې ډېره مرسته وکړه. تمه لرو چې موږ ته پام وشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مرغومي شپاړلسمه د روغتیا برخې د رضاکارانو ملي ورځ ده. دا ورځ په هېواد کې داسې مهال نمانځل کېږي چې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په باور، دوه کاله وړاندې په هېواد کې د سیاسي بدلون له کبله د هېواد روغتیایي سکټور له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام