Asset 1SWN

پکتیا کې د «ګڼو ونو لرونکو» باغونو د دودولو هڅې پیل شوي

IMG-20230410-WA0048

پکتیا کې بڼوالو او د دغه ریاست مسوولانو د ګڼو ونولرونکو باغونو د جوړولو هڅې پیل کړي چې په دودولو سره یې بڼوال کولای شي، له کمې ځمکې ډېر عاید ترلاسه کړي.

د پکتیا مرکز ګردېز کې بڼوال احسان سلام‌وطندار ته وویل چې په لومړي ځل یې تېرکال پسرلي کې په خپله یو جریب ځمکه متراکم باغ جوړ کړی دی.
د نوموړي په وینا، د یاد باغ جوړول ډېرې ګټې لري چې په کمه ځمکه ډېر نیالګي کېنول کېږي او له بل لوري ډېر عاید هم ترلاسه کېدای شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

احسان زیاته کړه چې د متراکم باغ نیالګي تر نورو هغو نږدې کېنول کېږي او د هر لیکې نیالګیو سره ستنې «پایې» ځمکه کې جوړېږي او له هغه وروسته د یادو پایو پر سر اوسپنیز مزي تېریږي  چې په دغه مزي د ونې څانګې تکیه او د ونې له چپه‌کېدو مخنیوی کوي.

هغه همداراز وویل چې د کرنې ریاست او ځینې موسسو له‌خوا ورته د ګڼو بڼونو د ساتنې او پالنې برخه کې روزنه ورکړل شوې او په وینا یې، د ناروغیو مخنیوي برخه کې ورسره د درملو مرسته هم شوې ده.

نوموړي وویل: «دا خو داسې خبره ده چې دا خو ډېر ژر په حاصل راځي او ډېر ښه حاصل ورکوي. د بڼوال لپاره زیاته ګټه لري او بله دا چې شاخه بوري یې هم ډېره محدوده شاخه بوري کیږي او حاصلات یې زیات وي ما چې کله پرو سږ کال کېښود په هغه کال یې هم ګل ونیو خو بیرته مې ترې ټک وهل یعنې دوه کالو کې دی په حاصل راځي دا په یو جریب کې ۶۰۰ ونې دي ځمکه ډېره کمه نیسي نورې ونې ۸۵ ونې په یو جریب کې اېښودل کیږي خو دا شپږ سوه دانې ونې اېښودل کیږي.»

د کرنې د برخې کارپوهان هم وایي چې د ګڼو بڼوڼو جوړېدل تر نورو هغو زیاتې ګټې لري چې د یادو باغونو په جوړېدو سره به د بڼوالو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي.

حبیب‌الله چې د کرنې له پوهنځي فارغ دی او له تېرو څو کلونو راهیسې پکتیا کې د باغداري برخه کې عملي کار کوي، وایي، متراکم باغونه تر نورو باغونو زیاتې ګټې لري چې له یوې خوا ورڅخه بڼوال ښه عاید ترلاسه کولای شي او له بل پلوه یاد نیالګي تر نورو هغو د امراضو او ویروسونو په مقابل کې زیات مقاومت لري.

د نوموړي په وینا، متراکم باغ جوړېدو کې د نیالګیو اېښودو شمېر مېوو ته فرق کوي او بڼوالو ته سپارښتنه کوي چې په یو جریب ځمکه کې د مڼو او ناکو له ۴۴۰ څخه نیولې تر ۶۶۰ پورې نیالګي او همداشان الوچې او شفتالو باید په یو جریب کې تر ۲۶۰ پورې کینول شي.

هغه وویل: «هو بلکل دا دلته یو ایمي سینګ یا مادر سټاک یا مورنۍ قوریه لري چې له هغې صرف پیوندونه اخلي بیا یې د اتحادې غړو ته یا قوریه دارانو ته په پیسو باندې ورکوي په یوه روپۍ یا په دوه روپۍ باندې هغوی بیا دا پیوند لګوي نو دا ذخې یې هم تصدیقي دي او نیله بوټي یې هم تصدیق شوي دي د انګو(افغانستان د قوریه دارانو د ملي اتحادې) لخوا نه دا تصدیق شوي دي دا خپل بوټي دي چې په دې کې هر کال په سلهاوو او په زرګونو پیوند هر کال خلکو ته ورکوي حتا نورو ولایتونو ته یې هم لیږي.»

د متراکمو باغونو نیالګي پخوا د ځینې موسسو په مرسته له ترکیې هېواد څخه افغانستان ته راوړل کېدل چې تر ډېره یې د تصدیق ضمانت شتون نه درلود.

د پکتیا مرکز ګردېز کې د متراکمو نیالګیو روزونکی معصوم‌خان وایي چې اوس د نورو نیالګیو په څېر د متراکمو بڼونو نیالګي همدلته په خپله روزي چې ښه او مثبته نتیجه یې هم ورکړې ده.

د معصوم خان په خبره چې اوس یوازې دوی د متراکمو باغونو لپاره د مڼې او ناک نیالګي روزي چې تر ډېره ورڅخه بڼوال هم خوښ دي.

هغه وویل: «له دې سره اوس خلک نابلده دي اوس وخت کې یوازې مڼه او ناک دي چې خلک ترې راضي دي اوس دا بعضې نور باغونه دي چې له موږ سره هغومره امکانات نه و چې موږ هغه روزلي وی هغه ۶۷۷ رسټاک دی چې په خارج کې شته هغه د بادامو، شفتالو او شلیل لپاره دي خو هغه زموږ په لاس کې نشته خو اوس وخت کې له دې رسټاک نه هم خلک خوشاله دي کوم چې موږ روزو موږ یې بیا له سټور بیټ نه وړو او په فارم کې یې بیا پیوندوو بیا یې خلکو ته ورکوو دا  مخکې په لس یا دولس ډالره له ترکیې نه راتلو هغه به یې لیبل هم نه درلوده خو دا موږ بیا په یوسلو اتیا، یوسلو شپیته او سږ کال خو بیخي لویدلی و په یوسلو شلو ان تر  سلو افغانیو هم رسیدلی و.»

هغه دغه شان زیاتوي چې باید بڼوال د متراکمو باغونو د جوړېدو پر مهال په بڼ کې د پایو د خښولو او په هغه باندې د مزي تېرولو ټکي ته ډېر پام وکړي چې د پایو او مزي له تېرولو پرته متراکم باغ ښه نتیجه نه ورکوي.

د پکتیا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وایي چې په دې ولایت کې د متراکمو باغونو د جوړولو لپاره د بڼوالو لوالتیا زیاته شوې ځکه چې متراکم باغ تر نورو هغو په کمه ځمکې کې زیات نیالګي کینوال کیږي او هم ترې ښه عاید تر لاسه کولی شي.

د کرنې ریاست د باغدارۍ عمومي مدیر سنګرمل سلام وطندار ته وویل چې د متراکمو باغونو ټول نیالګي د یو هییت لخوا کتل کیږي او پرته له تصدیق نیالګي بڼوالو ته نه ورکول کیږي.

د نوموړي په خبره چې په پکتیا کې متراکمو باغونو ښه پایله ورکړې او له موسساتو سره په هماهنګي یې ځینې بڼونه سږ کال هم جوړ کړي.

هغه وویل: «موږ یوازې سږ کال لس های ډین سیټي(متراکم) باغونه جوړ کړي چې هر یو یې په یو جریبه کې ده او د موسساتو په همکاري سره د ټي ال او او روټافیسټ په همکارۍ سره مو ۲۳ نیم جریبه جوړ کړي دا یوازې موږ سږ کال جوړ کړي موږ هر کال غواړو چې متراکم باغونه جوړ کړو موسساتو ته هم دا روحیه ورکوو او تشویقوو یې او له هغوی سره په هماهنګي سره غواړو په پکتیا کې د متراکمو باغونو تعداد زیات شي او ترویج یې کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا یو له هغو ولایتونو دی چې د مرکز ګردېز په ګډون یې په زیاتو ولسوالیو کې خلک په بڼوالۍ اخته دي خو د کرنې د برخې کارپوهانو په خبره چې د متراکمو باغونو په رایجولو سره به د بڼوالو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام