د لوګر محلي مسوولان وايي چې د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلیو کورنیو ته د هستوګنې کمپ جوړ شوی او په دغه کمپ کې لسګونه سېلاب ځپلې کورنۍ ځای پرځای شوي دي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کمپ د خوښۍ ولسوالي مقام ته څېرمه په یوه خوندي سیمه کې جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې اوس ۲۵۰ د هستوګنې خېمې او تجیرونه درول شوي او په پام کې ده چې د نن ورځې تر پایه به د خېمو او تجرونو شمېر دوه برابره شي.

نایب‌خېل زیاته کړه چې شوې مرسته بسنه نه کوي، خو له یوشمېر ادارو او موسسو سره په اړیکه کې دې چې سېلاب ځپلیو کورنیو ته په خوښۍ، مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالیو کې بېړنۍ مرستې ورسوي.

د لوګر د خوښۍ ولسوالي  یوه اوسېدونکي عبادالله صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې له دوي سره تراوسه هېڅ مرسته نه ده شوې، حکومت او خیریه بنسټونو باید د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلیو کورنیو ته په لومړي سر کې سرپناه او وروسته ورته د خوراکي او غیرې خوراکي توکو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسوالۍ مقام ته څېرمه د سېلاب ځپلیو کورنیو لپاره جوړ شوی کمپ بسنه نه کوي، ځکه په وینا یې، په دغه کمپ کې تر ۲۰۰ پورې کورنۍ ځای پر ځای کېدای شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د یکشنبې په شپه د لوګر په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي کې د سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي چې په ترڅ کې ۲۰ کسان وژل شوي، ۳۲ ټپيان،۴ کسان ورک، تر ۳۰۰۰ کورونه نړېدلي او ۲۰۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام