د لوګر په مرکز پل‌علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د پرون ورځې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې تر دا مهاله د ۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور سلام وطندار ته ویلي چې د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون تراوسه د ۲۰ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

منصور زیاته کړه چې د سېلابونو له امله په خوښۍ ولسوالي کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه نړېدلي او ۲۰۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د لوګر د والي ویاند همداراز ویلي چې د ولایتي ادارې په هلو ځلو سلګونه کورنۍ بېګاه شپه د سېلابونو له سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او په پام کې ده چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د خوښۍ ولسوالي مقام ته څېرمه په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همدارنګه د لوګر د خوښۍ ولسوالي یوه قومي مشر لطف‌الله سلام وطندار ته ویلي چې د پرون ورځې سېلابونو له امله د «ابتک» سیمه سخته زیانمنه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام