Asset 1SWN

لوګر کې د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي سیالۍ وشوې

تت

د لوګر ولایت د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د هېواد په کچه د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي څلورورځنۍ سیالۍ وشوې. 

د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ولایتونو د کبډي لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

د لوګر ولایت د المپیک ادارې امر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې دا سیالۍ د افغانستان د ملي المپيک ادارې له لوري د هېواد په کچه د اته ولایتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې د کبډي پای‌لوبې ته فراه او خوست ولایتونو لاره پيدا کړه او ورپسې د خوست د کبډي لوبډلې وکولای شول چې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي. د هغه په خبره، د فراه د کبډي لوبډلې په دې سیالیو کې دویم او لوګر هم درېیم ځای خپل کړی دی.

نعیم‌زي وایي، د کبډي سیالیو جوړولو موخه یې د هېواد په کچه د دې څه‌ناڅه هېرې شوې لوبې بیا را ژوندي کول او د کبډي لوبغاړیو ترمنځ غوره همغږۍ او پرمختګ ته لاره هوارول وو.

د کبډي سیالي لوبغاړي بیا وايي چې دا لوبه له پام غورځول شوې او په‌کار ده چې د هېواد په کچه ورته د ځینو نورو لوبو په څېر ځانګړی پام وشي.

د کبډي لوبغاړي عبیدالله سلام‌وطندار ته وویل چې ورته سیالۍ کولای شي یو ځل بیا کبډي لوبې ته د مسوولانو او خلکو پام را واړوي او د بېلابېلو ولایتونو د لوبغاړیو ترمنځ هم ښه همغږي جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همدارنګه، د کبډي لوبې یوه بل لوبغاړي محمداشرف سلام‌وطندار راډيو ته وویل چې د ملي المپیک ادارې ته په‌کار ده، څو د هېواد په کچه د کبډي لوبې لوبغاړیو ظرفیت لوړونې ته پام وکړي او ان په بهرنیو هېوادونو کې یې لپاره د تخنیکونو د زده‌کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده چې د ا.ا حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه د کبډي سیالۍ د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې جوړېږي او سلګونه مینه‌وال یې لیدو ته ورغلي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام