لوګر کې د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي سیالۍ وشوې

د لوګر ولایت د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د هېواد په کچه د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي څلورورځنۍ سیالۍ وشوې.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ولایتونو د کبډي لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

ا.ا د خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وروستۍ ادعا رد کړه

د ا.ا حکومت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعاوې په کله رد کړي چې ګواکې دغه ایالت کې پر پوځيانو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و. په ورته مهال شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته سیمه په ځانګړې توګه پاکستان کې وسله‌والې ډلې پیاوړې کړې دي.

لوګر کې د حکومت له لوري د لوړې مالیې له اخیستو د هټۍ‌والو شکایت

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال د حکومت له لوري د دغه ولایت له هټۍ‌والو څخه د لوړې مالیې له اخیستلو شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې کاروبار یې خراب دی او د مالیې د ورکړې توان نه‌لري. یو هټۍوال محمدعمران سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او حکومت ته ماليه نشي‌ ورکولای.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د سلواغې ۳۰مه، ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن شنبه د سلواغې ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا یکشنبه ۱۷ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

افغانستان نن اماراتو سره دویمه شل اووره لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره نن شنبه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. که افغان لوبډله د نن ورځې سیالي وګټي، د شل اووره سیالیو روانه لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.