Asset 1SWN

د حقوقو نه ورکړې له امله د معلولانو شکایت؛ مسوولان: ۸۰سلنه ورکړل شوي

000_1869LP

یو‌شمېر معلولان د حکومت له لوري دوی ته د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله شکایت کوي او وايي چې د ژمي په دې شپو او ورځو کې د خوړو او کور ګرمولو لپاره څه نه‌لري.

بوستان علي د میدان‌وردګ اوسېدونکی دی. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست دی او خپلې دواړه سترګې یې د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي دي. هغه زیاتوي، څو میاشتې کېږي چې د تقاعد حقوق یې نه دي ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «زه چې معلول یم او وزګاره هم یم، نو فکر وکړئ چې څه ډول ژوند به لرم. د یوه سوالګر په څېر ژوند لرم او له سوال کولو څخه مرګ غوره دی.»

زړګی چې د کاپیسا اوسېدونکی دی او د جګړو پر مهال په یوه پښه معیوب شوی وايي، د تقاعد حقوق یې نه دي ورکړل شوي او ټوله ورځ کې د خپلې اته‌ کسیزې کورنۍ لپاره یوازې څلور ډوډۍ برابرولی شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د یوې اته کسیزې کورنۍ لپاره یوازې څلور ډوډۍ پیدا کولای شم، په کرايي کور کې ژوند کوم او د کور ګرمولو لپاره څه نه‌لرم او ډېر بې‌وزله او ناچاره یم.»

دې سره، د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولان وايي، د ډېری معلولانو حقوق ورکړل شوي او یوازې د ۲۰ سلنه هغوی چې نه دي ورکړل شوي، د روان لمریز کال تر پایه به ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش وویل: «د مالیې وزارت له لوري دغه وزارت ته دوه میلیارډ افغانۍ ځانګړي شوي او اوس یې وېش ولایتونو ته د اړتیا له مخې پیلېږي. د پاتې معلولانو معاشونه د روان کال تر پایه ورکول کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، اټکل کېږي چې د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس معلولان جوړوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام