Asset 1SWN

سلام وطندار

غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

معلولان-غور-۲-pyyh84freevtwzue2ybtxp2su2jw3k9a7ndltfzgy0

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو معلولانو له ډلې یو هم ۲۸ کلن امیرداد دی چې دواړه پښې یې د ماین چاودنه کې له لاسه ورکړې دي. هغه چې په وېلچر کې دغه اعتراض ته راغلی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د غور معلولانو ته هېڅ پام نه‌دی شوی او په سخت وضعیت کې ژوند کوي.

امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

په همدې حال کې یوشمېر نور معترض معلولان وايي چې د ژمي په را رسېدو سره یې ستونزې هم زیاتې شوې دي.

دوی نه یوازې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، بلکې د اسلامي امارت له مسوولانو او له موسسو څخه غواړي چې مرستې ورسره وکړي او د کار اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.

د غور د معلولانو ټولنې مسوول عبدالقیوم بهبودي وايي: «له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د معلولانو بودیجه زیاته کړي، څو پر خپل وخت معاشونه واخلي؛ ځکه معلولان نور هېڅ ډول عاید نه لري.»

یو بل معترض معلول وايي: «معلولانو ته هېڅ پاملرنه نه کوي. د معلول هېڅ غم نه خوري او تر اوسه د معلولانو د معاش په اړه هېڅ خبر نشته. باید معاش مو زیات شي.»

غور کې د یاد اعتراض یو بل معلول ګډونوال نظام‌الدین بیا وايي چې کار کولای شي او حکومت دې په دولتي ادارو کې پر دندو وګوماري، څو له دې لارې ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ ومومي.

بله‌خوا د غور محلي مسوولان د معلولانو اعتراض پر ځای بولي او وايي چې د بودیجې نه لرلو له کبله یې د معلولانو د دویمې دورې حقونه نه‌دي ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور د شهیدانو او معلولانو چارو رییس ګل‌محمد متوکل وايي، د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت سره یې دا موضوع شریکه کړې او تمه لري چې د دغه ولایت معلولانو ته به بودیجه ورکړي، څو د هغوی حقونه ورته وسپاري.

د غور د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، په دغه ولایت کې له ۱۲ زرو ډېر ملکي او نظامي معلولان شته چې له ۸۰۰۰ ډېرو هغو یې خپل حقونه ترلاسه کړي دي. د دوی په وینا، په دغه ولایت کې معلولانو او د جګړې د قربانیانو کورنیو ته له دوو تر پنځلس زرو افغانیو ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام