نن د اکټوبر ۱۵مه چې د تلې میاشتې له ۲۳مې سره برابره ده، په ټوله نړۍ کې د سپينې لکړې یا د ړندو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د نارسمي شمېرو له ‌مخې، اوس نږدې نیم میلیون معلولان د ژوند له سخت کړاو سره مخامخ دي.

پر بشري حقونو د څار سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان کې د پخوا په پرتله معلولان، په ځانګړې توګه ړانده له پامه غورځېدلي او هېڅ ډول ملاتړ یې نه کېږي. د دغه سازمان په وینا، افغانستان کې له معلولانو سره دوه‌ګونی چلن کېږي او هېڅ ډول خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د ړندو کسانو د هوساینې او پراختیا موسسې رییس محمداحسان فیاض وايي، هېواد کې د ړندو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي او تراوسه یې د حل لپاره هېڅ ډول اقدام نه‌دی شوی.

د هغه په خبره، ګڼ‌شمېر پېغلې او ځوانان چې په سترګو څه نه ويني، خو لوړې زده‌کړې یې کړي، ورسره ثبت دي. نوموړی وايي، یادو کسانو ته په دولتي او نادولتي ادارو کې دندې نه ورکول کېږي.

د کابل یو اوسېدونکی احمدفرید عزیزي چې ۲۹ کاله عمر لري او د دواړو سترګو لید یې له لاسه ورکړی، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د معلولانو، په ځانګړې توګه د ړندو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي. هغه وايي، لوړې زده‌کړې یې کړي، خو ارمان یې دی چې باور ورباندې وشي او کومه اداره کې دنده ورکړل شي.

که څه هم تراوسه هېواد کې د معلولانو کره شمېر نه‌دی په ډاګه شوی، خو پر بشري حقونو د څار سازمان له لوري په خپاره شوي پیغام کې دا شمېرې ۴،۴ میلیونه کسان ښودل شوي چې دوی به یې د حق غوښتنې لپاره غږ اوچتوي.

موږ وغوښتل چې د دغه سازمان د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو مسوولانو زموږ پوښتنې بې‌ځوابه پرېښودې.

د سپينې لکړې یا د ړندو نړیواله ورځ له ۱۹۶۴ کال راهیسې د اکټوبر په ۱۵مه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. د معلوماتو له مخې، افغانستان کې په کلني ډول نږدې ۲۰ زره کسان لږترلږه د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

لوړ فشار، د زړه ناروغي، شکر، د سترګو مکروبي کېدل، د سترګو په درملنه کې ځنډ، د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه او ا‌‌رثیت هغه عوامل دي چې له امله یې ډېری کسان یا له موره همداسې ړانده نړۍ ته راځي او یا هم د وخت په تېرېدو سره د سترګو لید له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام