د اکټوبر پنځلسمه د ړندو (نابینایانو) له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره هېواد کې یو‌شمېر نابینایان دوی ته د اسانتیاوو نه‌شتون له امله شکایت کوي.

بلخ کې یو‌شمېر نابینایان وايي، ښوونځي یې تړل شوي، په برېل خط لیکل شوي کتابونه‎، کاري او نورې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بلخ کې د نابینایانو ټولنې مشر عبدالرحیم صفا وویل، معلولان غواړي چې د کار او زده‌کړو زمینه ورته برابره شي، د مهارتونو لوړولو او د بازارموندنې برخه کې هڅې ورته وشي

په همدې حال کې یوشمېر هغه نجونې چې په سترګو څه نه ویني، اسلامي امارت څخه غواړي چې تړلي ښوونځي یې بېرته پرانیزي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

بل‌خوا سیدمحمد یزدان‌پرست چې نابینا دی، وايي، په سترګو نه‌لیدل کمزوري نه ده او دوی حکومت څخه تمه لري چې د هېواد شمالي زون کې د سترګو د درملنې روغتون جوړ کړي، څو هغه کسان چې په سترګو ړانده او د سترګو ناروغۍ لري، نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه لاړ نه‌شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پربنسټ، نړۍ کې ۱۳۵ میلیونه کسان په سترګو څه نه‌ویني یا ړانده دي چې ۹۰ سلنه يې مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

۱۳۹۲ کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ارزونو له مخې، هېواد کې د دغو کسانو شمېر چې په سترګو څه نه ویني، شاوخوا ۴ لکو ته رسېده او هرکال شاوخوا ۲۵ زره نور د سترګو دید له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام