Asset 1SWN

د غور اوسېدونکي د هوايي ټرانسپورټ خدمتونو د بیاپیل غوښتنه کوي

Ghor 12112 (1)

د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، ژمي کې د دغه ولایت د لویو لارود تړل کېدو له امله اړتیا ده چې د هوايي ټرانسپورټ شرکتونه خپل فعالیت له سره پیل شي.

د یاد ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې غور ته د غځېدو لویو لارو تړل کېدل لامل شوی چې ځايي اوسېدونکي کابل او هرات ته د بېړنیو ناروغانو په لېږدولو کې ستونزو سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور اوسېدونکي غلام‌سخي وویل: «لارې لرې دي او ناروغ پر وخت روغتون ته نشې رسولی او بل پلوه ژمی دی او واورې ډېرې دي او لارې بندېږي. له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې باید کوښښ وکړي او شرکتونو سره خبرې وکړي، څو الوتنې بېرته پیل کړي.»

له دې سره، د غور ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې او د مسافرینو کم شمېر لامل شوی چې هېڅ کوم خصوصي شرکت غور ته الوتنې پیل نه کړي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته وویل: «د غور خلک اقتصادي ستونزې لري، که د پروازونو زمینه برابره شي او د جمهوریت په پرتله د الوتنې کرایه کمې وي، نو خلک به وکولای چې د الوتنې له لارې سفر وکړي.»

له دې دوه کاله وړاندې د کام‌ایر هوايي شرکت اوونۍ کې تر دوه ځلې زیات کابل څخه غور او غور څخه کابل ته الوتنې کولې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت په واکمنېدو او هېواد کې د بې‌وزلۍ کچې لوړېدو سره یاد شرکت د غور اوسېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کول ځنډولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام