Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب او غور کې ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او لس ټپیان کړي

IMG_20230107_114411_707-q0auh5ehedykeicfjwg1wcjkuw18htgvxq48v49rig

فاریاب کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه زده‌کوونکي مړه شوي دي.

پېښه د فاریاب د اندخوی ولسوالي اړوند «دولت‌ دروازه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې ویلي، یاده ټرافیکي پېښه کې د احمدقیس عزیزي او عبدالباسط ایماق په نوم دوه ځوانان چې د جوزجان د افغان- ترک ښوونځي زده‌کوونکي وو، مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

سرچینه همداراز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله د فاریاب جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

دغه ټرافیکي پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو پر مهال ځینې کسان مړه او ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د راپورونو له مخې نن په غور کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت امنیتي مسوولانو ویلي چې پېښه د دولت‌یار ولسوالي اړوند «کشکک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه چې مسافر وړونکی موټر په‌کې چپه شوی، د سړک خرابوالي او د واورې ورښت له امله رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام