Asset 1SWN

سلام وطندار

جوزجان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

IMG_20221231_105328_164 (1)

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې پرون جمعه مازدیګر د جوزجان مرکز شبرغان ښار «چیغچي» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچې موټرو د ټکر له امله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په مړو شویو کې دوه ښځې او ټپیانو کې دوه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي. د جوزجان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر عبدالبشیر فیضي سلام‌وطندار ته وايي، پېښه کې مړه شوي او ټپیان ټول د سراچې موټر سوارۍ ده.

د جوزجان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر په وینا، د یاد ولایت د روغتیا ریاست ټيمو پېښه کې مړه شوي او ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږلي دي.

فیضي همداراز زیاتوي چې دغه پېښه د ۴۰۴ ډوله موټر، د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او دا مهال د امنیتي ځواکونو په بند کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر عیني شاهدان هم وايي چې دغه ټرافیکي پېښه د ۴۰۴ ډوله موټر د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام