نی: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ۱۷سلنه تاوتریخوالی کم شوی

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) شنبه د مرغومي لسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۱۷سلنه کمښت راغلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرو شلو کلونو په څېر په ۲۰۲۲ کال کې هم د خبریالانو د ورکېدو پېښې ثبت شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال پای او د افغانستان د سیاسي انزوا دوام

که څه هم ۲۰۲۲ کال کې د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي ناورینه د افغانستان د وتلو لپاره پراخې هڅې وشوې، خو په کور دننه د سیاسي ناورین او بهر کې د مشروعیت ناورین لا هم پر ځای پاتې دی.

دې وضعیت د افغانستان ایسار پاتې کېدل دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې په یوه منزوي هېواد بدل کړی دی.

کرزی پاکستان ته: افغان کډوالو سره مو چلن ناوړه او د ارزښتونو خلاف دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان حکومت له لوري د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان کډوالو زنداني کول او چلن ناوړه او د ارزښتونو خلاف بللی دی.

کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې د یوه متمدنه ګاونډي او د بشر حقونو او نړیوالو اصولو پر بنسټ له افغان کډوالو سره نېک چلن وکړي.

جوزجان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې پرون جمعه مازدیګر د جوزجان مرکز شبرغان ښار «چیغچي» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچې موټرو د ټکر له امله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.