Asset 1SWN

سلام وطندار

د ۲۰۲۲ کال پای او د افغانستان د سیاسي انزوا دوام

ARG-222-psycjb82q85e2rxam0zko8ilxi5rfp4m85zsx7r358

که څه هم ۲۰۲۲ کال کې د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي ناورینه د افغانستان د وتلو لپاره پراخې هڅې وشوې، خو په کور دننه د سیاسي ناورین او بهر کې د مشروعیت ناورین لا هم پر ځای پاتې دی.

دې وضعیت د افغانستان ایسار پاتې کېدل دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې په یوه منزوي هېواد بدل کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدل او د بشر حقونو نه رعایت په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان له سیاسي ننګونو څخه شمېرل کېږي او لامل شوي چې اسلامي امارت په څه باندې یوه کال کې د نړۍ ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

له دې ټولې سره له سیاسي ناورین څخه د افغانستان د وتلو لپاره د سیمې او نړۍ په یو‌شمېر هېوادونو کې ډيپلوماټیکې هڅې هم وشوې چې مهمې هغه یې د اسلو ناسته، د مسکو فرمټ، د شانګهای د غړیو هېوادونو سازمان ناسته او د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه وه.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه ډېرې ناستې کړي چې وروستۍ ناسته یې هم د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د اسلامي امارت له لوري د ښځو د لوړو زده‌کړو او کار بندیز په اړه وه.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نظیراحمد رزاقي وايي چې د اسلامي امارت په دریځ کې تر بدلون راتلو به هېواد کې وضعیت همداسې روان وي او دغه ناستې به بې پایلې وي.

نوموړی زیاتوي: «طبیعي پېښو چې د افغانستان لپاره ځاني او مالي زیانونه لرل او همداراز د نجونو ښوونځيو تړل او په پای کې د پوهنتونونو بندېدل او د ښځو پر کار بندیز د روان کال له مهمو ننګونو څخه وو.»

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه حبیب‌الله جعفري بیا ۲۰۲۲ کال د افغانانو لپاره ښه کال نه بولي او وايي چې دې کال افغانستان هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

نوموړي زیاتوي چې ۲۰۲۲ کال کې افغانستان په سمه توګه له نړۍ سره په تعامل کې نه و او په وینا یې، اسلامي امارت باید ۲۰۲۳ کال کې له نړۍ سره د تعامل هڅې وکړي.

در سوی دیگر، حبیب‌الله جعفری، آگاه روابط بین‌الملل، می‌گوید که ۲۰۲۲، سال خوبی برای مردم افغانستان نبود و هیچ‌ گونه پیش‌رفتی در کشور به میان نیامده است. او می‌افزاید: «نتوانستیم با جهان در تماس و تعامل درست باشیم و امیدوارم روی‌کرد امارت اسلامی تغییر کند، تا در ۲۰۲۳ شاهد تغییرات خوب باشیم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راهیسې څه باندې یو کال کېږي، خو هېواد لا هم سیاسي ګډوډۍ کې دی او دغې ګډوډي افغانستان څخه په نړیواله کچه د مشروعیت موندنې زمینه اخیسته او انزوا ته د تلو لپاره یې مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام