Asset 1SWN

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد وپېژندل شو

Taliban-forces-ptxkf4l6hd3brlqhsbfzcofkqrlopcwuo2u1mt7mp8

د «ګالوپ» څېړنیز بنسټ د یوې نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ چې نن (چهارشنبه، لړم څلورمه) یې خپرې کړي، سینګاپور د نړۍ تر ټولو امن او افغانستان تر ټولو ناامنه هېواد پېژندل شوی دی.

دغه بنسټ په یاده نظر پوښتنه کې د هېوادونو له خلکو پوښتنې کړي چې ایا پر خپلو محلي پولیسو ډاډمن دي، په خپله سیمه کې د امنیت احساس کوي او په تېرو کلونو کې د غلا او برید قرباني ګرځېدلي دي؟

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګالوپ بنسټ ویلي چې یادو برخو ته په کتو هغه هېوادونه چې ډېرې نمرې یې ترلاسه کړي، په دې معنی ده چې اوسېدونکي یې تر ډېره د امنیت احساس کوي.

د یاد بنسټ د نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ په ۲۰۲۱ کال سنګاپور په ۹۶ نمرو سره امن او افغانستان په ۵۱ نمرو سره د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد پېژندل شوی دی.

ګالوپ لیکلي چې په ۲۰۲۰ کال د کورونا ویروس د خپراوي له کبله هېڅ هېواد کې دغه نظر پوښتنه نه وه شوې، خو په تېرو کلونو کې هم سنګاپور د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې نمرې ګټلې وې او افغانستان بیا په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم تر ټولو کمې نمرې ګټلې وې.

دغه بنسټ ویلي، که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان نمرې کمې وې، خو د ۲۰۱۹ کال په پرتله یې نسبتا ښه امتیاز ترلاسه کړی دی.

ګالوپ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د دغه بنسټ ارزونه داسې مهال شوې چې په اګسټ میاشت کې اسلامي امارت پر ټول افغانستان بیاځلې واکمن شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې که څه هم افغانستان په یوه ترینګلي وضعیت کې و، خو د اسلامي امارت د پاڅون پای لامل شو چې دغه هېواد کې تاوتریخوالی راکم شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام