عدلیې وزارت په افغانستان کې د انساني قاچاق او د کډوالو قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور تاییدوي او وايي، په هېواد کې د جګړې زیاتوالی د دغه قاچاق لامل شوی دی.

د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې انساني قاچاق کېږي، خو د انساني قاچاق ترڅنګ، د بچه‌بازۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هم پیاوړې سیاسي اراده شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، که په هېواد کې انساني قاچاق کم نه شي، ښايي له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې کمې او هېواد مو له بندیزونو سره مخامخ شي.

د نوموړي په وینا، د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې ټولیزې مبارزې ته اړتیا لري؛ ځکه په خبره یې، یوشمېر کورنۍ په ناخبرتیا او ناپوهۍ سره خپل بچیان قاچاقیانو ته په لاس ورکوي.



معنوي زیاتوي، داسې کسان شته چې افغان ماشومان د دیني زده‌کړو په موخه نیسي، خو بیا د ترهګرۍ روزنه ورکوي. د عدلیې وزیر دغه راز مني چې په ښوونځیو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم ماشومان ځورول کېږي، خو په اړه یې کره شمېر نه په ډاګه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې وویل چې په نړۍ کې د کورونا وبا خپرېدو انساني قاچاق زیات کړی دی.

افغانستان په دغه راپور کې د هغو هېوادونو په ډله کې چې انساني قاچاق په‌کې کېږي، تر ټولو بد ځای خپل کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام