په دې وروستیو کې په هېواد کې په ځانګړي توګه هرات ولایت کې غیر قانوني تجارت د ودې په حال کې دی، هغه سوداګري چې  په هېواد کې د هوا د ککړتیا د ډېرېدو لامل کېدای شي. د موټر جوړوونکيو د ویناوو پر بنسټ، په هرات کې موټر پلورونکي او د موټرو مالکان په دې وروستیو کې د موټرو د سلنسر توکو  د ایستلو او پاکستان او ایران  ته قاچاق له بل هر وخت ډېر شوی دی.

د موټرو په سلنسر یا اګزاز کې د موټرو د ماشین د لوګي د چاڼ تیکې کارول شوي دي. د هر موټر د سلنسر مواد د موټر د ماډل سره  سم د موټر جوړولو کمپنیو له لوري د هوا ککړتیا د مخنیوی لپاره ځای پرځای کیږي.

د موټر د سلنسر جوړوونکو په وینا، د موټرو د سلنسر د تیکو بیې توپیر لري چې له ۵ زرو افغانیو نیولې تر۴۰ زرو افغانیو پورې ارزښت لري.

په هرات کې د موټرو د سلنسر یو جوړوونکی امېد وايي، هره ورځ یو شمېر زیاد موټر ترميموي چې له سلنسرو نه يې ځانګړي مواد ايستل شوي دي.

نوموړی سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، د وروستي یوه کال په ترڅ کې د موټرو پلورونکي، جوړوونکي او د موټرو واردوونکي د لوړ ماډل موټرو د سلنسر مواد ترې اخلي او ایران-پاکستان ته یې  قاچاقوي.

د موټرو  د سلنسر یاد جوړوونکي وایي چې هر  موټر د هغه ماډل ته په کتو تر ۴ د سلنسر تیکې لري او د یادو موادو د لوړې بیې له کبله  د موټرو مالکان هېواد د موټرو د واردولو پر مهال په ګمرکونو او بندرونو کې د سلنسرو یاد مواد ترې کاږي.

امید وایي، هغه موټر چې دغه ځانګړي مواد نه لري، لومړی یې غږ توپیر لري او له ۶ تر یوه کال وروسته موټر عوراض پیدا کوي او وروسته یې مصرف او د اګزاز لوګی زیاتېږي.
ولي احمد په هرات کې د موټرو د ماشین یو جوړوونکی دی نوموړی سلام‌وطندار ته وایي، هرات ته نږدې ۸۰ سلنه وارد شوي موټر د چاڼ یا تصفیې مواد نه لري.

هرات ښار

نوموړی له ښاریانو غواړي چې د موټرو د جوړېدو په وخت کې خپلو موټرونو ته پام وکړي ترڅو یې له موټرو څخه یاد مواد غلا نه شي.

په هرات کې یو تن موټر پلورونکی سید احمد وايي، هغه موټر چې سلنسر کې د تصفيي مواد لري او کوم چې يې نه لري په قیمت کې هم له ۲۰ څخه تر ۴۰ زره افغانیو پورې توپیر لري.

د هرات اوسېدونکي هم وايي چې د موټرو له سلنسرونو څخه د تصفيې په موخه ځای پر ځای شوو مواد ایستلو سره به په ښار کې هوا نوره هم ککړه شي او هغه کسان چې د یادو موادو پیر او پلور کوي له دولت څخه د وېرې له کبله نه غواړي چې معلومات يې خپاره شي.

یو له هغه کسانو څخه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام‌وطندار ته ویلي دي چې یاد مواد اوس په پاکستان کې ښه باراز لري او دا چې تومان قیمت کښته کړی دی نو ایران ته اوس نه وړل کېږي.

د هرات چاپېریال ساتنې ريیس حضرت علي ابدالي له موټرو د تصفيې مواد ایستل جدي ګواښ بولي او زیاتوي چې په دې سره به د چاپېریال هوا نوره هم ککړه شي. د نوموړي په خبره، په نږدې ورځو کې به د بېلابیلو دولتي ارګانونو څخه یو کمیسیون جوړ شي ترڅو د دې کار مخه ونیسي.

له بلې خوا د ټرافیکو مدیریت او امنیتي ادارې وايي، تر اوسه ورته په دې اړه کوم شکایت نه دی شوي.

د موټرونو له سلنسر څخه د تصفيې موادو ایستلو په اړه داسي مهال اندېښنې راپورته کېږي چې هر کال د افغانستان په لویو ښارونو کې د ککړې هوا څخه ګڼ شمېر کسان ناروغه کېږي او ځیني ان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

روغتیا پالان په دې باور دي چي د ککړې هوا څخه د مړینې شمېر ښايي د جګړې تر قربانیانو هم ډېر وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام