ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو د ځانګړې ټاکنیزې محکمې جوړېدو غوښتنه وکړه

نږدې یوه میاشت وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو له لوري د ټاکنو قانون تعدیل طرحه چمتو او د قانوني پړاو تېرېدو او تصویب لپاره عدلیې وزارت ته ولېږل شوه. د ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو مسوولانو د ټاکنو قانون تعدیل په تړاو نن په یوې غونډه کې په دغه قانون کې د بنسټیزو اصلاحاتو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

يوه بهرني تحصيلي بنسټ افغانانو ته تر ۳زرو ډېر جعلي ډيپلومونه ورکړي

له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون مسوولان وايي، په هند کې د « ای اس بي ام» تحصيلي بنسټ تر ۳زره ډېرو افغانانو ته د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي ډيپلومونه ورکړي دي.

د ياد کميسيون رييس عبدالقيوم نظامي د ۱۴۰۰مالي کال د څلورو لومړيو مياشتو د راپور وړاندې کولو په نوم خبري ناسته کې وويل چې د نوموړي کار له پيله تر اوسه پورې شاوخوا ۴۷ مورده شکايتونه څېړل شوي چې له ډلې يې ۱۶ مورده لويې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

پکتيا کې د کرکټ لوبغالي په جوړولو کې مالي فساد شوی

د پکتيا د ولايتي شورا،  د مدني ټولنو استازي او کرکټ لوبغاړي وايي، په ګردېز ښار کې د کرکټ لپاره په جوړ شوي لوبغالي کې فساد شوی دی. دوی وايي، د ياد لوبغالي چارې څلور کاله وړاندې پيل شوې؛ خو په ډېر خراب کيفيت تر سره او نيمګړې پاتې دي.

دوی په يوه خبري ناسته کې د کرکټ بورډ په ادارې غږ وکړ چې په دې ولايت د نيمه جوړ شوي لوبغالي په اړه پلټنې او څېړنې وکړي.

ولسي جرګه: د حکومت د سولې وروستۍ طرحه دې موږ سره شریکه شي

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو ټینګار وکړ چې د افغان سولې په اړه د استانبول کېدونکې غونډې ته دې د ډېرو طرحو د وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د دولت له ادرسه دې د سولې په اړه واحده طرحه وړاندې شي. دوی وغوښتل چې د افغان حکومت له لوري د سولې وروستۍ طرحه دې ولسي جرګې سره هم شریکه شي.

له هراته ايران او پاکستان ته د موټرو د «دود د تصفيه کوونکيو» توکيو د قاچاق ګرم بازار

په دې وروستیو کې په هېواد کې په ځانګړي توګه هرات ولایت کې غیر قانوني تجارت د ودې په حال کې دی، هغه سوداګري چې  په هېواد کې د هوا د ککړتیا د ډېرېدو لامل کېدای شي. د موټر جوړوونکيو د ویناوو پر بنسټ، په هرات کې موټر پلورونکي او د موټرو مالکان په دې وروستیو کې د موټرو د سلنسر توکو  د ایستلو او پاکستان او ایران  ته قاچاق له بل هر وخت ډېر شوی دی.

امرالله صالح: د یما سیاوش د قتل په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په پخواني خبریال یما سیاوش د برید په تړاو کابل کې یوه ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده.

صالح لیکلي، د کابل پولیسو د دغې ډلې د ماینونو یوه زېرمه هم کشف کړې او نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي چې مخامخ د یما سیاوش په وژلو کې ښکېل دي.

ننګرهار کې چاودنې ۲ ملکيان وژلي او ۱۸ کسان يې ټپيان کړي

ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې وویل، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال‌اباد ښار دویمه ناحیه کې «لغمان‌هډې» سره نږدې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان دي.

سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وويل، ماین یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او داسې…