د پکتيا د ولايتي شورا،  د مدني ټولنو استازي او کرکټ لوبغاړي وايي، په ګردېز ښار کې د کرکټ لپاره په جوړ شوي لوبغالي کې فساد شوی دی. دوی وايي، د ياد لوبغالي چارې څلور کاله وړاندې پيل شوې؛ خو په ډېر خراب کيفيت تر سره او نيمګړې پاتې دي.

دوی په يوه خبري ناسته کې د کرکټ بورډ په ادارې غږ وکړ چې په دې ولايت د نيمه جوړ شوي لوبغالي په اړه پلټنې او څېړنې وکړي.

دوی وايي، په دې لوبغالي کې په پراخه کچه مالي فساد شوی، د کار کيفيت يې خرابه تر سره شوی او د لوبغاړو د روزنې او ناستې ځايونو د نه موجوديت تر څنګ د لوبغالي هواری ناسم او چمن يې خراب کرل شوی. 

د ولایتي شورا او مدني فعالانو له لوري د کرکټ بورډ د ولايتي دفتر دروازه هم د اعتراض په ډول وتړل شوه.

د دې کنفرانس ګډنوال وايي، له لوبغاړو سره هم توپيري چلند کېږي او که کرکټ بورډ اداره د شوي فساد مخنيوي څېړنه ونه‌کړي او د کرکټ لوبغالی په معياري ډول جوړ نه‌شي په کابل کې به د دوی پر وړاندې مدني حرکتونه وکړي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي، د کرکټ لوبغالي جوړېدو لپاره د «تېرې» سيمې خلکو ۳۳ جريبه ځمکه ورکړې ده او که دغه لوبغالی په معياري ډول جوړ نه‌شي، دغه ځمکه بېرته خلکو ته ورکړل شي.

د پکتيا د کرکټ بورډ مسوول بخت زرملوال وايي، د دې لوبغالي د چارو د کيفيت او څارنې لپاره مسلکي ټيم راغلی خو وايي چې تر اوسه يې نور معلومات نه کېږي.

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، د دې ولایت لوبغاړو د هېواد په کچه څو ځله د سياليو لومړنی مقام ګټلی؛ خو بیا هم پاملرنه ورته نه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام