د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ته ورکړل شي.

پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت او ښځينه فعالې زرمينې وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي چې په جګړه کې يې قرباني ورکړې ده.

په ياده غونډه کې صبرينا همت هم په قطر کې د طالبانو مذاکرتي پلاوي غواړي چې له خپله اړخه مېرمنو ته هم برخه ورکړي، ترڅو د دوی مېرمنې هم د سولې د پروسې او د خپلو حقونو په اړه نظر شريک کړي.

د سوېل ختيځو ولايتونو مېرمنې وايي، د سولې مذاکراتي پلاوي ټول غړي بايد عصري او اسلامي علميت ولري او دولت دې د سولې، جمهوريت او ارزښتونو ساتنې په اړه سيمه‌ييزه او نړيواله اجماع پياوړې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام