د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړي د دولت له مشرتابه، د ملي روغې جوړې شورا له غړیو، د ملي شورا له رییسانو او غړیو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو وګړو سره تر سلا مشورې وروسته نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره بېرته دوحې ته ولاړل.

ټاکل شوې د سولې خبرو دویم پړاو نن په دوحه کې پیل شي.

د نوموړي په وینا، د دولت د سولې مرکچي پلاوي د پام وړ نظریات او لازمې لارښوونې له ځانه سره لري او په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره تیار دی چې دغه پړاو په بریا سره پای ته ورسوي. هغه وايي، د مشورو پر مهال ورته روښانه شوې چې اوربند د افغانانو لومړۍ او تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

دغه پلاوي بېګاه ماښام د ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمېټې سره ولیدل.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د یاده کمېټه به د دویم پړاو خبرو له پیل سره هم‌مهاله خپلو غونډو ته دوام ورکړي، څو د سولې خبرو پر مهال د دولت مرکچي پلاوي ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړي. د هغه په وینا، د دولت د سولې مرکچي پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

بله‌خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې وروسته کابل ته راغلی او له عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، دوحې او سیمې ته په دې هیله ځي چې ښکېل اړخونه د سولې دویم پړاو خبرو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

هغه لیکلي، دواړه لوري باید وښيي چې د رښتینې سولې او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کموالي یا اوربند په برخه کې د افغانانو په ګټه کار کوي.

خلیلزاد وايي، د هدفي وژنو په ګډون، اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی او هغوی چې دوام ورکوي، غواړي د سولې پروسه او د افغانستان راتلونکی کمزوری کړی چې په وینا یې، د افغانانو اراده چې سوله غواړي، نه شي تمثیلولی.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د روان کال د سنبلې میاشتې په شلمه په دوحه کې پیل او د لیندۍ په دوه‌ویشتمه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې د سولې دویم پړاو خبرې چې برخلیک ټاکونکې دي، نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام