امریکا په پاکستان کې د پېښور قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې او د دې ګام اصلي لامل یې د خپلو ډیپلوماتانو د خوندیتوب مسلې بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې له دې وروسته به په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د خیبرپښتونخوا اړوند ټولې ډیپلوماټیکې چارې سمبالوي.
په بیان کې راغلي چې دا پرېکړه د ډیپلوماتیکو کارکوونکو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت په هدف شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خېبرپښتونخوا له افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه پروت ایالت دی او په وروستیو کلونو کې هلته د تاوتریخوالي، بریدونو او د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د کراچۍ په ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو لهخوا برید شوی چې په ترڅ کې یې لس کسان وژل شوي وو.
راپورونه وايي چې د پېښور قونسلګرۍ تړلکېدل د امریکا د ډیپلوماتیک حضور د بیا تنظیم او د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.