Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ نهه کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

اوکراین

په اوکراین کې د روسیې د پراخو توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو له امله لږترلږه نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې ځواکونو د شپې له‌خوا پر اوکراین ۶۵۶ ډرونونه او ۷۳ توغندي ویشتلي چې د هېواد بېلابېلې برخې یې تر برید لاندې راوستې دي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي چې په پلازمېنه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه ویلي: «په ښار کې چاودنې روانې دي، د هوايي دفاع ځواکونه په کار بوخت دي، خلک دې پناه ځایونو ته لاړ شي.»

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې هم د روسي برید له امله پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

همدارنګه د شمال‌ختیځ ښار خارکېیف کې د ډرون برید له امله لس کسان ټپیان شوي چې یو ماشوم هم په‌کې شامل دی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې دا بریدونه د روسیې له لوري د «ستر پوځي کمپاین» برخه وه او زیاتوي چې ډېری توغندي او ډرونونه د هوايي دفاع له لوري شنډ شوي دي.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د اوکراین د پوځي صنعتي تاسیساتو هدف ګرځولی دی. مسکو ویلي چې بریدونه یې په کېیف، زاپوریژیا، خارکیف او دنیپروپیتروفسک سیمو کې د پوځي او لوژستیکي هدفونو پر ضد شوي دي.

په همدې حال کې، اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې د کرسک سیمې کې د اوکراین د ډرون برید له امله یو کس وژل شوی دی. همدارنګه په کراسنودار ښار کې د یوې تېلو تصفیه‌خونې د ډرون برید له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي مخکې خبرداری ورکړی و چې روسیه د یوه لوی او پراخ برید تیاری نیسي او له خلکو یې غوښتي و چې د هوايي خطرونو پرمهال احتیاطي تدابیر ونیسي.

دا تازه جګړه داسې مهال شدت مومي چې د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې تر ډېره ځنډېدلې دي، په داسې حال کې چې جګړه د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ راهیسې روانه ده، کله چې روسیې پر اوکراین بشپړ برید وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام