د میدانوردګ د سیداباد ولسوالي په کچه د «تنګي ځوانانو او ولسونو د اتحاد او اتفاق» تر نوم لاندې د والیبال اختریزې سیالي له څو ورځنیو سیالیو وروسته پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر ذبیحالله وهاج وايي، دغه سیالي د میدانوردګ د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت او د والیبال فدراسیون له لوري، د سیداباد ولسوالي د ورزشي کمېټې په همغږۍ وشوې چې پهکې ۶۰ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.
د سیالیو په پایلوبه کې د شاهد بدلون او مجاهد لوبډلو یو له بل سره سیالي وکړه چې شاهد بدلون لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲ ـ ۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د وهاج په وینا، د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو عراده موټر، دویم مقام لرونکې لوبډلې ته ۲۵ زره افغانۍ او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې ته شپږ سیټه موبایلونه ډالۍ شول. همدارنګه اتلو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
نوموړی زیاتوي، د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او ټولنیزې همغږۍ پیاوړتیا، ورزش ته وده ورکول او د لوی اختر ورځې په خوښۍ سره نمانځل وو.
ورزشي مسؤولین هیله څرګندوي چې د ورته سیالیو په ترسره کېدو سره به د ځوانانو ورزشي وړتیاوې لا پیاوړې او د ورزش فرهنګ به لا پراخ شي.