Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې ټرافيکي پېښه؛ ۸ کسانو ژوند بایللی او ۱۶ ټپیان دي

IMG-20260602-WA0056

د پروان شینواري ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ژوند بایللی او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار نن سې‌شنبه سلام‌وطندار ته وویل، مړو شویو کسانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.

ټپیان د امنیتي ځواکونو له خوا د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي.

ویل شوي چې پېښه د سړک خرابوالي او موټر چلوونکي بې‌احتیاطۍ له امله نن سهار شاوخوا ۹ بجې هغه مهال وشوه چې یو فلانکوچ ډوله موټر چاریکار ښار ته روان وو او شینواري ولسوالۍ کې له سړک واوښت او چپه شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام