د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې ورځني اوربند له ټینګېدو سره سره، د بریدونو له امله لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د اوکراین سیمهییزو چارواکو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زاپوریژیا، دنیپروپتروفسک او خرسون سیمې د روسي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو هم اعلان کړی چې روسیې تېره شپه د دې هېواد پر لور ۲۷ لرې واټن ویشتونکي بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) توغولي دي.
په همدې حال کې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز په خپل سهارني راپور کې ویلي چې په تېر یوه ورځ کې په لومړیو کرښو کې ۱۴۷ نښتې ثبت شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، روسیه اوکراین د اوربند د پراخې سرغړونې په تور تورنوي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې اوکراین د ډرون او توپچي بریدونو له لارې د روسي ځواکونو او ملکي اهدافو پر وړاندې تر زرو زیاتې سرغړونې کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دا بریدونه د کریمیا ټاپو وزمه او د بلګورود، کرسک، کالوګا، روستوف او کراسنودار په سیمو کې ثبت شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې پوځ یې د دغو بریدونو په ځواب کې «متقابل غبرګون» ښودلی دی.