Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: روسیې او اوکراین په درې ورځني اوربند هوکړه کړې

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیې او اوکراین د هغه غوښتنه منلې او د درې ورځني اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړه یې کړې.

ده تېره ورځ وویل، د جګړې درول ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې جګړې «د پای پیل» وي.

ټرمپ وویل: «ما غوښتنه وکړه او ولسمشر پوتین ومنله. ولسمشر زلنسکي هم ومنله، دواړو په چټکۍ سره موافقه وکړه. اوس موږ یو لنډ وخت لرو چې په کې به خلک نه وژل کېږي او دا ډېره ښه خبره ده.»

ټرمپ تر دې مخکې د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی و چې اوربند به د شنبې ورځې څخه تر دوشنبې پورې دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر ویلي، په دې اوربند کې به ټول پوځي عملیات ودرول شي او دواړه هېوادونه به هر یو زر ـ زر بندیان تبادله کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار دواړو دغه هوکړه تایید کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام