
بدخشان کې د کوکنارو لهمنځه وړلو پر سر نښته؛ دوو کسانو ژوند بایللی
د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونو د ویجاړولو لړۍ په دوام، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو او د سیمې یو

د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونو د ویجاړولو لړۍ په دوام، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو او د سیمې یو

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دا مهال د ټول هېواد په سطحه ۱۱ زره او ۲۶۰ کسان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي.
د دغه وزارت مسوولانو د مې ۸مه د تلاسیمیا ناروغۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پوهاوي ورکولو غونډې ته وویل، د یادو ناروغانو له ډلې ۵ زره او ۱۳۷ نارینه او ۶ زره او ۱۳۲ یې ښځې دي.

په داسې حال کې چې هېواد کې د ښځو لپاره د کار زمینه محدوده ده، خو کندوز کې یوې ښځې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونه جوړ کړې.
هغې په دغه کارخونه کې نورو نجونو او ښځو ته د کار او مهارت د زدهکړو فرصتونه برابر کړي، هغه فرصت چې دوی د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ته هڅوي او مرسته ورسره کوي.

مصنوعي ځیرکتیا نن سبا یوازې یو علمي مفهوم نه دی، بلکې د ځوانانو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې.
په ۳۲ ولایتونو کې له ۱۱۵۴ ځوانانو (۵۰.۶ سلنه نارینه او ۴۹.۴ سلنه ښځو) سره د سلاموطندار د یوې څېړنې له مخې، ۸۴.۱ سلنه ځوانانو لږ تر لږه یو ځل د کار، زدهکړو او د ژوند د شخصي مسایلو په برخو کې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کړې.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان سره د شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالرو پور منظور کړی چې موخه یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او له نړیوالو مالي ننګونو سره د مقابلې وړتیا لوړول دي.
پاکستاني رسنیو نن شنبه ثور ۱۹ / مې ۹ راپور ورکړی چې د پور د نويو قسطونو پرېکړه به د دغه هېواد د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مهم رول ولري.

د روسیې او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو سرګيلاوروف او فیصل بن فرحان السعود ټلیفوني خبرو کې د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو پر وضعیت

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیې او اوکراین د هغه غوښتنه منلې او د درې ورځني اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړه یې کړې.
ده تېره ورځ وویل، د جګړې درول ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې جګړې «د پای پیل» وي.