Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې او سعودي هرمز تنګي کې د شخړو پر مخنیوي ټینګار کړی

HH2k1lLXMAI_1C6

د روسیې او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو سرګي‌لاوروف او فیصل بن‌ فرحان السعود ټلیفوني خبرو کې د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو پر وضعیت بحث کړی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو خبرو کې دواړو لورو هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د هر ډول تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو پر مخنیوي ټینګار کړی او ویلي، د اوږدمهاله حل لپاره روانې ډیپلوماټیکې اړیکې او خبرې باید دوام ومومي.

همدارنګه، دواړو لورو ویلي، هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ازادي باید هغه حالت ته بېرته وګرځول شي، لکه څنګه چې له فبروري میاشتې وړاندې موجوده وه.

د روسیې او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو دغه‌راز ټینګار کړی چې باید هغه هڅې بیا پیل شي چې موخه یې د ایران او د عربي هېوادونو ترمنځ د هر اړخیز او دوامدار عادي اړیکو ترلاسه کول وي.

روسیې بیا یو ځل تایید کړه چې دوی چمتو دي دې بهیر کې د پرمختګ لپاره مرسته او منځګړیتوب وکړي، په داسې ډول چې د ټولو ښکېلو لورو ګټې په پام کې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام