د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لینجین ویلي، هېواد یې د ننګونو کمولو او مخنیوي لپاره ایران سره په اړیکه کې دی.
هغه نن جمعه د ثور ۱۸ / مې ۸ وویل، هېواد یې په منځني ختیځ کې د امنیتي همکاریو او د سولې د خبرو د دوام ملاتړ کوي.
د راپورونو پر اساس، دی وايي چې له ایران او نورو ټولو لورو سره د کړکېچ کمېدو او د جګړې پایته رسېدو لپاره به د اړیکو کانالونه پرانیستي وساتي.
نوموړي وویل: «په هغې نفتلېږدوونکې بېړۍ کې چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ یې درلود او هرمز تنګي کې [د امریکا لهخوا] پرې برید شوی، چینايي وګړي هم موجود وو، خو زیان نهدی ور رسېدلی.»
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، په دې سیمه کې د څو بېړیو د درولو له امله اندېښمن دي او له ټولو لورو غواړي چې د هرمز تنګي له لارې د عادي سمندري تګراتګ بېرته پیل تضمین کړي.
هغه ټینګار کړی چې له خنډ پرته د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تېرېدل د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه دي.
دا داسې مهال دی چې د ایرانسپاهپاسداران سمندري ځواک ویلي، د جمعې په ورځ د امریکا پوځ لهخوا د اوربند د نقض او تېري په تعقیب، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پراخ عملیات ترسره کړي چې له امله یې امریکا ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.