د کونړ د څوکۍ ولسوالي د ديوګل درې یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار سره خبرو کې وايي، دغه دره کې یوشمېر کورنۍ د خپلو کورونو چټلې اوبه عمومي ځایونو او لارو ته خوشې کوي چې له امله یې د دوی په ځانګړي ډول د ماشومانو روغتیا له خطر سره مخ کړې.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چټلو اوبو بد بوۍ او ککړ چاپېریال د خلکو ورځنی ژوند ور ستونزمن کړی.
د دېوهګل درې حيران صافي وویل: «زموږ په سیمه کې د فاضلابو خوشې کېدل د ماشومانو ترڅنګ پر ځوانانو هم اغېز کړی دی. موږ ډېر وخت د بد بوی او ککړ چاپېریال له امله له ستونزو سره مخ یو، او کوچني ماشومان اکثره په نس ناستې او جلدي ناروغیو اخته کېږي.»
د دې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي اکرام صافي وویل: «موږ کله ناکله خپله کوڅه پاکوو او خلکو ته وایو چې کثافات مه غورځوئ، خو ستونزه تر هغه نه حل کېږي چې منظم سیستم نه وي. زموږ غوښتنه دا ده چې مسوولين دې د فاضلابو سیستم جوړ کړي او نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی عمران صافی بیا وايي چې د چاپېریال ککړتیا د خلکو پر رواني او فزیکي ژوند منفي اغېز کړی دی.
هغه په دې اړه داسې وايي: «موږ نه شو کولای په ارامه فضا کې ژوند وکړو او ماشومان هم تل له ناروغیو سره مخ دي. موږ په ټولنیزو غونډو کې دا موضوع راپورته کړې او هڅه کوو چې خلک د پاکوالي ارزښت درک کړي، خو د اساسي حل لپاره د حکومت همکاري ضروري ده.»
د څوکۍ ولسوالي اوسېدونکو په وینا، عمومي لارو ته د کورونو د چټلو اوبو خوشې کولو ستونزې په دلیل یې ماشومان په نس ناستې، جلدي او نورو ساري ناروغیو اخته کېږي. د سیمې مشر دیدارګل سیدي هم دغه ستونزه تاییدوي او وایي چې پخوا به چاپېریال پاک وو، خو اوس د نفوس زیاتوالي او د ښاري نظم د کمزورۍ له امله وضعیت خراب شوی دی.
دې په اړه زیاتوي: «بېنظمه فاضلاب ډېر خطرناک دی، ځکه چې دا د بېلابېلو ساري ناروغیو لکه نس ناستې، ټایفایډ او د پوستکي ناروغیو سبب کېږي. ماشومان ډېر ژر له دې ککړ چاپېریال څخه اغېزمن کېږي، ځکه چې هغوی کمزوری معافیت لري او ډېر وخت په کوڅو کې لوبې کوي.»
په همدې حال کې، د ختیځ زون د اوبو رسولو او فاضلابو د بشري سرچینو عمومي مدیر عبدالله عزام وايي دامهال په کونړ او د هېواد په نورو ښارونو کې د فاضلابو مدیریت لا هم په بشپړ ډول سیستماتیک نه دی، خو د اصلاح لپاره هڅې روانې دي.
هغه زیاتوي: «د کونړ په ښار کې د فاضلابو مديريت فعل حال سيستماتيکه منل شوي شکل باندې نه ترسره کیږي، خو البته د افغانستان اسلامي امارت د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لخوا يوازې په کونړ کې نه بلکې د هېواد په ټولو لويو او وړو ښارونو کې، البته د فاضلابو د غوره مديريت لپاره په يو ميکانيزم باندې کار شروع دی، ترڅو هغه ستونزې چې په ښارونو کې د فاضلابو په اساس رامینځته کیږي، د هغې مخنیوي وشي.»
په ختیځ زون کې د اوبو رسولو او فاضلابو رياست مسوولات زیاتوي چې په راتلونکي کې به د فاضلابو د تصفیې لپاره ځانګړې خونې جوړې شي، ترڅو ککړتیا کمه او د خلکو روغتیا خوندي شي.