Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي د شپږو هېوادونو بهرنیوچارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبري کړي

عباس عراقچي 345

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې، ترکیې، قطر، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، دا تماسونه د وروستیو سیمه‌ییزو بدلونونو او د روانو کړکېچونو په اړه شوي چې هدف یې د وضعیت ارزونه او د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا بلل کېږي.

په یوه جلا تماس کې، د عراقچي او د پاکستان د پوځ د عمومي مشر جنرال عاصم منیر ترمنځ هم خبرې شوي چې په‌کې د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییزو اندېښنو په اړه بحث شوی دی.

ایراني رسنیو ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ګډه ډیپلوماټیکه لاره غوره کړي.

تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو په اړه د یادو هېوادونو له لوري جلا رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام