Asset 1SWN

سلام وطندار

عباس عراقچي: باید روښانه شوې وي چې ایران ماتې‌منونکی نه‌دی

عباس عراقچي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، باید ټولو ته روښانه شوې وي چې ایران نه ماتېدونکی هېواد دی.

ایراني رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی چې هغه د بریکس غونډه کې وویل، وسله‌وال ځواکونه یې چمتو دي چې بهرنیو یرغلګرو ته سخت او ویجاړوونکی ځواب ورکړي، خو په وینا یې چې دوی سوله‌غوښتونکي دي او جګړه نه غواړي.

ښاغلي عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ د خپلې ازادۍ او خاورې د دفاع لپاره په بشپړ ځواک جګړې ته چمتو یو، هماغومره د ډیپلوماسۍ د تعقیب لپاره هم چمتووالی لرو.»

هغه همدارنګه وویل: «په دې شرمناک وضعیت کې موږ یرغلګر نه یو، بلکې هغه لوری یو چې پرې ظلم او تېری شوی دی.»

د ده په وینا، ایرانیان هېڅکله د فشار او ګواښ پر وړاندې سر نه ټيټوي، خو د متقابل درناوي ژبې ته په ورته درناوي ځواب ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام