د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، خوشاله دی چې روسیې سره تعامل لري، ځکه سیمه لویو بدلونونو سره مخ ده.
هغه نن سهشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي: “وروستیو پېښو زمونږ د ستراتیژیک مشارکت ځواکمنتیا او ژوروالی ښودلی. لکه څنګه چې زمونږ اړیکې مخ په پراخېدو دي، له پیوستون خوښ یو.”
عباس عراقچي همدارنګه له ډيپلوماسۍ څخه د روسیې له ملاتړ هم هرکلی کړی.
نوموړي تېره ورځ روسیې ته له رسېدو وروسته وویل، له روسي چارواکو سره په خپلو لیدنو کې به د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ تضمین، د بحث له مهمو محورونو څخه وي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا ناسم چلند او زیاتې غوښتنې د دې لامل شوي چې د تېر پړاو خبرې، سره له دې چې پرمختګونه په کې شوي وو، پایلې ته ونه رسېږي.
د یادونې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران – مسکو اړیکو او نړیوالو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره تېره ورځ روسیې ته سفر وکړ.
عباس عراقچي پاکستان او عمان ته له سفر وروسته روسیې ته تللی دی.