د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې اسلاماباد به په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.
شهباز شریف پر خپله اېکسپاڼه د دې ژمنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان به د سیمې د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
هغه همداراز خپل ایراني سیال ته د نوي کال مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې دواړو لورو د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دواړه خواوې د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو او ډیپلوماسۍ پر بېړنۍ اړتیا موافقې ته رسېدلي دي.
تر دې مخکې، اکسیوس راپور ورکړی و چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیرمستقیمې خبرې شوې دي.