Asset 1SWN

سلام وطندار

له کندهاره متحده عربي اماراتو ته ۲۰ ټنه الوچې صادریږي

5dbe26ca-b29c-4904-80ef-5d10a79b748e

کندهار کې یو خصوصي بنسټ متحده عربي اماراتو ته د ۲۰ ټنه الوچو د صادرولو لړۍ پیل کړه.

ځايي مسوولان وايي، د دې بهیر پیل د تازه مېوو د بازار موندنې او د بڼوالو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د صادرونکي شرکت مرستیال سید حسین عظیمي وایي، په لومړي پړاو کې به تر ۲۰ ټنو پورې الوچې بهر ته ولېږدول شي.

«موږ هڅه کوو چې د کندهار لوړ کیفیت لرونکې الوچې نړیوالو بازارونو ته ورسوو او په دې برخه کې مو عملي ګامونه اخیستي.»

ورته مهال بڼوال او سوداګر هم له دې اقدام هرکلی کوي او دا د بڼوالۍ پراختیا او صادراتو پیاوړتیا لپاره یوه مهمه هڅه بولي.

سوداګر عمر زاخېل هم د دې نوښت هرکلی کوي او وايي: «د تازه مېوو صادرات نه یوازې سوداګرو ته ګټه رسوي، بلکې د افغانستان په اقتصاد هم مثبت اغېز لري.»

یو شمېر بڼوال هم د خپلو حاصلاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندل د خپل اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهم ګڼي.

په اړه یې بڼوال کریم‌الله وایي: «که زموږ مېوې بهر ته په ښه بیه وپلورل شي، زموږ عاید به لوړ شي او لا به ډېر باغونه جوړ کړو.»

بل بڼوال یونس وویل: «موږ له حکومت او سوداګرو غواړو چې زموږ لپاره نور بازارونه هم پیدا کړي.»

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد حنیف حقمل هم وویل: «پخوا د کندهار ډېری تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار او انګور، پاکستان ته صادرېدل، خو د تېر کال راهیسې روسیې، چین، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته هم د کندهار د تازه مېوو صادرات زیات شوي.»

د کندهار د الوچې د صادراتو پیل د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان کرنیز محصولات ورو ورو نړیوالو بازارونو ته لاره مومي او که دا بهیر دوام وکړي، تمه ده چې د هېواد د بڼوالو اقتصادي وضعیت به نور هم ښه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام