یونیسف خبرداری ورکړ چې د افغان نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف نن سهشنبه د ثور ۸ / اپرېل ۲۸ یوه راپور کې ویلي چې دغه بحران دا اوس هم ماشومان له زدهکړو او روغتیايي مراقبتونو څخه محروم کړي.
همدارنګه دغه محدودیتونه د افغانستان اقتصاد او روزل شویو ښځینه متخصصانو پورې تړلي اړین خدمات هم کمزوري کوي.
د یونیسف راپور کې ویل شوي چې ښايي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې افغانستان ۲۰ زره ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي.
د یونیسف اجرايي مدیرې کاټرین راسل وویل: «افغانستان نهشي کولی راتلونکې کې د ښوونکو، ډاکټرانو او مرستهکوونکو چې اړین خدمات وړاندې کوي، له لاسه ورکول وزغمي. خو که نجونې بیا هم له تحصیل محرومې پاتې شي، دا به په واقعیت بدل شي. مونږ د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې د نجونو پر منځنیو زدهکړو محدودیت لغوه کړي.»
همدارنګه هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زدهکړو لپاره د نجونو له حقونو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.
هغې زیاته کړه: «د پوهنې سکټور دامهال د دغې موضوع اغېز احساسوي. په بنسټیزه زدهکړه کې د ښځینه ښوونکو شمېر تر ۹ سلنې ډېر کم شوی او په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو څخه، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو تنو ته راټیټ شوی. دا کموالی د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړه له ګواښ سره مخ کوي، ځکه په هغو ښوونځیو کې چې ښځینه ښوونکې شتون ولري، د نجونو د شاملېدو او زدهکړو د دوام احتمال ډېر وي.»
یونیسف همدارنګه ویلي چې دامهال تر یو میلیون ډېرې نجونې له تحصیل څخه محرومې دي، خو که روان وضعیت تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، څه باندې ۲ میلیون نجونې به له زدهکړو محرومې شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکړ چې د ښځینه روغتیايي کارمندانو کموالی به په مستقیم ډول روغتیايي خدماتو ته د مور او نوي زیږیدلي ماشوم لاسرسی کم کړي.
یونیسف زیاته کړې چې د نجونو او ښځو په تعلیم او کار محدودیتونه هم افغانستان ته هر کال ۸۴ میلیون ډالر اقتصادي زیان له ځانه سره لري او ښايي زیانونه یې نور هم زیات شي ځکه چې ښځې او نجونې له درس او دندو څخه منع پاتې کیږي.