Asset 1SWN

سلام وطندار

ناټو:د روسیې چلند د ټولو لپاره ګواښ دی

75002610_605

د ناټو عمومي منشي وايي چې د روسیې بې‌پروا چلند د ټولو لپاره ګواښ دی. مارک روټه دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې له اوکراین سره نژدې د رومانیا پر یوه ښار تېره شپه د روسیې له لورې یو ډرون ولګید.

مارک روټه څرګنده کړه چې ناټو د خپلو متحدینو د خاورې د هر اینچ دفاع ته چمتو ده.

تر دې څرګندونو مخکې د رومانیا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره شپه د روسیې یو ډرون د دانیوب سیند پر غاړه د ګالاټي په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ لګېدلی دی.

د رومانیا د چارواکو په وینا، دا ودانۍ له خلکو تشه شوې ده او لږترلږه دوه کسان برسیرن ټپيان شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام