د افغانستان فوټبال ملي لوبډله مالدیف ته لاړه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره مالدیف ته روانه شوې.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د کوربه مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش د لوبډلو پر وړاندې سیالي وکړي.

روغتیا نړیوال سازمان: د سېلابونو اوبه د ناروغۍ خپرېدو خطر ډېروي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سېلابونو اوبه د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي. یاد سازمان له خلکو غوښتي چې یوازې پاکې او جوش شوې اوبه وکاروي او له ککړو اوبو څخه ډډه وکړي.

د یاد سازمان په وینا، هغه خوراکي توکي چې د سېلاب له اوبو سره تماس لري باید ونه کارول شي.

لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتلس کسان مړه شوي

د یاد ولایت د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي چې د راستنېدونکو کډوالو د یوې کورنۍ د موټر چپه‌کېدو له کبله ۱۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالي د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې هم شاملې دي.

د امریکا جګړې وزیر: که خبرې ناکامې شوې، پر ایران د برید چمتووالی لرو

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسېت ویلي، که د ټرمپ اداره له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي، نو دا به یوه ښه هوکړه وي.

هغه د سنګاپور د «شانګري-لا» امنیتي غونډې پرمهال وویل چې امریکا د اړتیا په صورت کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیلولو بشپړ چمتووالی او د وسلو کافي زېرمې لري.