د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ پوهنتون ترڅنګ، فرضي کرښه کې پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د شویو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی.
دغه وزارت نن سهشنبه د ثور ۸ / اپرېل ۲۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکو ټکو غندي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض، د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل بولي.
اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لوري رامنځته شوی، په رد کړي او څرګنده کړې چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي.
دغه وزارت له پاکستاني لوري غوښتي چې له ورته کړنو ډډه وکړي او ور یادوې چې د ورته بېمسؤولیته کړنو دوام به ناوړه عواقب ولري.
د یادونې ده چې پاکستان تېره ورځ پر کونړ پوهنتون او د عامو خلکو په کورونو توغندیز بریدونه کړي چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې.
دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.