Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي او کابلوف د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی

HG_NMADbAAA2vjw

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو ټینګار کړی چې دوه‌اړخیز تعاملات دې لا پراخ شي.

ښاغلي متقي دغه لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

همدارنګه دواړو لورو د سیمې د وضعیت په تړاو د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي او د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.

ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګنده یې کړه چې هېواد یې چمتو دی افغانستان سره اقتصادي همکاریوې ته په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي بڼه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې د ثبات ترڅنګ، اقتصادي اتصال ته هم وده ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام