د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، پاکستان یو ځل بیا پر کونړ بریدونه کړي چې ملکیاتو ته یې تلفات اړولي.
هغه تېره شپه پر ایکسپاڼه لیکلي، د پاکستان پوځ د کونړ مرکز اسعداباد او د منورې ولسوالۍ مختلفې سیمې په هاوانونو او توغندیو وېشتلي.
هغه لیکلي، دغو بریدونو کې چې نن په دوو بجو پیل شول، د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون په شمول د عامو خلکو کورونه په نښه شوي چې د ٣٠ محصلانو په شمول ٧٠ عام هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي او ۴ نور په شهادت رسېدلي.
حمدالله فطرت د پاکستان غندلي او نه بښل کېدونکی جنګي جنایت، وحشت او پارونکی عمل یې بللی دی.