د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې تېرو دوو ورځو راهیسې پاکستاني پوځ په پرلپسې توګه پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو د هاوان، توغندیو او ډرون بریدونه کړي.
هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ هېوادوال چې اکثریت یې ماشومان دي ټپیان او ۲ شهیدان شوي.
هغه ویلي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ په سرکاڼو او منورې ولسوالیو د هاوان او توپونو ډزې کړي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې ملکیان هم شهیدان او ټپیان کړي.
حمدالله فطرت زیاته کړې چې د پکتیکا شکین ولسوالي کې پاکستان د ډرون برید کړی چې ۳ ملکیان ژوبل شوي.
د دې ترڅنګ د خوست ځاځيمیدان ولسوالۍ «جنډو غره» سیمه کې هم د پاکستان له لوري د ډرون برید کې ۲ ملکیان ټپیان شوي دي.
دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي چین ته رسېدلي، څو د نښتو او ننګونو پایته رسولو او سولې لپاره خپلو کې خبرې وکړي.